پېښور او ډېره اسماعیل خان کې بمي چادنې شوې

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور او د همدې ایالت په یوه بل ښار ډېره اسماعیل خان کې بمي چاودنو دوه کسان ټپیان کړي. د پاکستان دولتي راډیو په راپور کې ویل شوي، چې لومړۍ چاودنه د پېښور په سرکي ګېټ سیمه کې وشوه، چې دوه کسان یې ټپیان کړل. دویمه چاودنه د ډېره اسماعیل خان په کولاچي سیمه کې وشوه. دغه چاودنه هغه مهال وشوه، چې د انتخاباتو لپاره کاندید اسرارخان ګنډاپور په دغه لاره تېرېده. نوموړي ته په چاودنه کې زیان نه دی اوښتی.