د مسکراتو قاچاق وړونکو ته د ۲۰ کلونو سزا

په افغانستان کې د نشه يي توکيو او مسکراتو د جرمونو استيناف محکمې درې تنه لوى قاچاق وړونکي پر شلو، شلو کلونو بند محکوم کړ.

د افغانستان د نشيي توکيو ضد عدلي او قضايي بنسټ بي بي سي ته ويلي دي چې دغو کسانو يوازې د تير کال په اوږدو کې بهر ته او په کور دننه شاوخوا ١٣ زره کيلو گرامه نشيي توکي قاچاق کړي وو.

چارواکي وايي چې ددې شبکې شپږ تنه غړي يې پخوا نيولي وو،چې له هغوى څخه پلټنې ددغو کسانو د نيولو لامل وگرځيدې.