جنوبي کوریا له کایسانګ سیمې خپل کار کوونکي باسي

جنوبي کوریا اعلان کړی چې د کایسانګ په نوم له هغې صنعتي سیمي څخه به خپل پاتې ټول کارکوونکي وباسي چې له شمالي کوریا سره ګډه ده . تر دې وړاندي شمالي کوریا د دغې سیمې د فعالیت د بیا پیلېدو په اړه خبرې نه وې منلي. هغه هېواد په روانه میاشت کې خپل ۵۰ زره کارکوونکي له دغې صنعتي سیمې ایستلي دي.