کندوز کې د پولیسو پر پوستې برید شوی

د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وایې دغلته تېره شپه وسلوالو طالبانو پر یوې سیمه ییزي پوستې برید کړی او د قومندان په ګډون یې د پوستې شپږ پولیس وژلي دي. چارواکي وایې دا پېښه په دشت ارچي کې رامنځ ته شوې او زیاتوي چې طالبانو تر وژنو وروسته پوسته سوځولې ده.