''بوکو حرام د فرانسویانو په پرېښودو ۳ میلیون ډالر اخیستي''

د نايجريا د حکومت په يوۀ پټ رپوټ کې راغلي چې د يوې اووۀ کسيزې فرانسوۍ کورنۍ د پرېښودلو په بدل کې د بوکو حرام اسلامپالې ډلې ته څه باندې درې ميليون ډالر ورکړل شوي وو.

دغه کورنۍ چې دوه مياشتې وړاندې په کمرون کې برمته شوې وه، تېره اوونۍ پرېښوول شوه.

رپوټ دا نه دي ويلي چې چا دغه پېسې پرې کړي. خو د کېمرون او فرانسې حکومتونو دواړو دا نه ده منلې چې گواکې دوى دې پيسې ورکړي وي.

په نايجريا کې د بي بي سي خبريال وايي، د پيسو دغه پام وړ کچه کولاى شي چې د بوکو حرام جگړه ييز ځواک زيات کړي.