پکتیا کې پولیس خپل دوه ملګري وژلي، بیا طالب شوی

په پکتیا کې چارواکي وايي، د دغه و لایت مرکز ګردیز ته نژدې په یوه سیمه کې د ملي پولیسو یوه سرتېري خپل دوه ملګري په ‌ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

چارواکي وايي، دغه پولیس له وژنو وروسته له امنیتي پوستې نه شپږ میله وسله او رنجنر موټر هم د طالبانو لوري ته ورتښتولي او دی هم ور اوښتی دی.

د پکتیا امینه قومندان دغه پېښه مني، خو په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي.

په همدې حال وسله والو طالبانو هم په اعلامیه کې ویلي چې د دوی وسله والو ګردیز ته څېرمه پر یوه پوسته برید کړی او د څلورو پولیسو د وژلو ادعا کوي.