کونړ کې ځايي خلکو دوه پاکستاني طالبان وژلي

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې ځايي خلک او پاکستاني طالبان سره ګوته پر ماشه دي تر اوسه دوه پاکستاني طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او له سيمه والو هم څلور کسه ټپيان شوي.

دواړه غاړې يو بل ته په پوستو کې ناست دي

له بلې خوا د نورستان مرکز پارون ته څېرمه د شري په ناروغۍ د کوچنيانو د مړينې خبر ورکړل شوى.

ځايي خلک وايي تر شلو پورې کوچنيان مړه دي خو چارواکي يوازې د اتو کوچنيانو د مړينې پخلى کوي.