المالکي د توکمیزو شخړو خبرداری ورکړ

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي د سختو توکمیزو شخړو خبرداری ورکړی، چې عربي حکومتونه ګواښي.

په یوه تلوېزیوني وینا کې ښاغلي المالکي وویل، هغه تاوتریخوالي چې له سې شنبې را وروسته یې نژدې دوه سوه کسان ووژل، د ده په ټکو له بهره عراق ته ورغلي وو.

له دغو څرګندونو، ظاهرا د هغه اشاره د سوریې کړکېچ ته وه.

له عراق نه وروستي رپوټونه وايي، چې لږ تر لږه اته تنه امنیتي ځواکونه په دوو بریدونو کې وژل شوې دي.

په عراق کې وروستیو تاوتریخوالو په دغه هېواد کې د سونیانو او شعیه ګانو ترمنځ د شخړو وېره ډېره کړې ده.