سوریه وايي هېڅلکله به کیمیاويي وسلې و نه کاروي

د سوریې د اطلاعات وزیر د برتانیا او امریکا هغه اعلامیې محکوم کړی او هغه یې دروغ بللې، چې ویلي وو داسې شواهد شته چې د سوریې حکومت د خپلو خلکو پرضد کیمیاوي وسلې کارولې دي.

د سوریې دغه وزیر د روسیې یوه تلوېزیوني چېنل ته وویل، د سوریې حکومت به دغه ډول وسلې له اخلاقي، انساني او د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅکله د خپلو خلکو پرضد و نه کاروي.

سوریه دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، که دا ثبوت وموندل شي چې دغه وسلې کارېدلي دي، نو په بسنټيزه توګه به لوبه بدله شي.