د تیلیفون جوړوونکي لومړی غږ وموندل شو

د امريکا په متحدو ايالاتونو کې پلټونکي د الکزاندر گرهام بېل د ريکارډ شويو غږونو په موندلو توانېدلي دي.

ښاغلي بيل په ١٨٨٥ کال کې په يوه نازک ډسک ټيلیفون جوړ کړي و.

دغه ډسک چې په موم پوښل شوى و، د سميت سونين د موزيم په ارشيف کې ساتل کېده، تر هغه چې په ډيجتلي برخه کې پرمختگ رامنځ ته شو، دغه پرمختگ پلټونکي ټيم ته دا موقع په لاس ورکړه چې دغه غږ له ډسک نه راوباسي.

اوس د الکزاندر گرهام بيل غږ -چې وايي دغه زما غږ دى- اورېدل کېږي.