چین: سنکیانګ کې یو شمېر کسان نیول شوی

چینايی چارواکي وايي تېره اونۍ یې د لویدیځ ولایت سنکیانګ د تاوتریخوالي په تړاو چې ۲۱ کسان په کې ووژل شول، یوه ډله کسان نیولي دي.

دوی وايي نیول شوي کسان ترهګر دي او د دغو کسانو د نیولو پرمهال یې له دوی څخه وسلې، چاودیدونکي توکي او د ختیځ ترکستان د اسلامي حرکت اړوند بیرغونه تر لاسه کړي دي.

په تېرو وختونو کې په سینکیانګ ولایت کې د لږکیو چینايي قبیلې هاند او د اویغور توکمه مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځ ته شوی و. د اویغور توکمو یوې تبعیدي ډلې دغلته د پېښو په اړه د چینايي چارواکو تعبیر رد کړي دي.