" برتانیا افغانستان کې لوړه بیه پرې کوي "

د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ويلي، چې هېواد یې په افغانستان کې لوړه بيه پرې کوي. ده دا خبرې د خپلو هغو دريو سرتېرو له مرګ سره په تړاو کولې، چې د سې شنبې پر ورځ په هلمند ولایت کې د سړک غاړې يوې بمي چاودنه کې ووژل شول.

په روان زېږدیز کال کې تر دې مهاله په افغانستان کې ۶ برتانوي سرتېري وژل شوي. ښاغلي کامرون اي ټي وي ټلویزيون ته وويل په افغانستان کې ګرانه بيه پرې کوي، خو څه چې کوي مهم کار دی، ځکه افغانستان بايد بيا د ده په وينا د ترهګرو په خوندي ځای وا نه وړي.