لوګر کې یوې چاودنې اته سیمه ییز پولیس وژلي

افغان چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې یوې چاودنې اته سیمه ییز پولیس وژلي دي. د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي، پېښه نن سهار ( مې ۲ ) شاوخوا اته بجې د لوګر د مرکز په یوه اړونده سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د پولیسو ګاډی پر یوه سړک غاړې بم وخوت.

د یادې چاودنې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.