کراچۍ کې ټاکنو ته ولاړ نوماند وژل شوی

په کراچۍ ښار کې راتلونکې اوونۍ د پاکستان د ملي شورا ټاکنو ته يو ولاړ نوماند په ډزو وژل شوی دی.

صادق زمان خټک د پاکستان سيکولر ملي عوامي ګوند له لوري انتخاباتو ته کانديد وو.

د بريد مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو طالبانو لا له وړاندې ملي عوامي او دوه نور ګوندونه مخامخ ګواښلي وو.

انتخاباتي منډې ترړې د طالبانو له ګواښونو او بريدونو سره ملې دي، چې په وروستيو اوونيو کې يې له امله لسګونه کسان ووژل شول.