کلیفورنیا کې اور په پراخېدا دی

د امریکا د متحده ایالتونو د کلیفورنیا ایالت په سویل کې نژدې زر تنه او وژونکي د هغه اور د وژلو هڅه کوي چې ساحلي استوګن ځایونه او یوه پوځي اډه ګواښي.

د اور کچه په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې درې برابره شوی چې له امله یې د لاس انجلس په شمال کې له زرو زیاتې کورنۍ کډې کولو ته اړ کړل شوي دي.

وچه ګیاه، وچ موسم او ناڅاپي بادونه د دغه اورد پراخیدو چې اوس یې له سلو کیلومتره مربعه زیاته ساحه نیولې، لامل شوي دي.

د اور وژلو عملې هیله ښودلې اور به مخکې له دې چې لمن د مالیبو په نوم ساحلي سیل ځای ته ورسیږي تر خپل کنټرول لاندې راولي.