سږکال افغانستان کې ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه شوې

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وایي د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا درې سوه میلیونه ډالره پانګه ونه شوې چې دا ددوی په خبره د تیر کال د همدې مودې پرتله ډیروالی ښیي.

ددغې ادارې چارواکي وایې د پانګه والو د لا هڅونې په موخه یې په دغې ادارې کې یو نوی سیستم جوړ کړي چې له مخې به د پانګونې چارو د اسانتیا ترڅنګ د فساد په مخنیوي او هم اسانه ارزونې په برخه ډیر کارنده وي.

په همدې حال کې د ایسا اداره وایي د افغان ځوانانو لپاره د کار موندنې په موخه یې له اړوندو وزارتونو سره په ګډه پرېکړه کړې او نور بهرنیانو ته اجازه نه ورکوي چې په خصوصي سکتور کې مهمې ونډې خپلې کړي.