برګمیټال کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو نښته شوې

د نورستان په برګیمټال ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې د چارواکو په وينا د پوليسو او افغان پوځيانو څلور کسه وژل شوي.

د نورستان دوالي وياند ظاهر بهاند واييدې نښته کې ۳ وسله وال بريد ګر وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي هغه نښته کې، چې له نن سهار مې ( مې ۵ ) راهیسې پیل شوې، د افغان امنیتي ځواکونو ځواکونو ۴ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. د نوموړي په خبره نښته کې د دوی یو ملګری وژل شوی دی. رپوټونه وايي پر برګمټال دبريد لپاره بيا ګڼ شمير وسله وال را ټول شوي.