بان کي مون ایبې کې د ارامۍ غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، په ابيې سیمه کې چې د ملکیت پرسر یې شخړه ده وروسته له هغه د ارامۍ غوښتنه وکړه چې په یوه برید کې د ملګرو ملتونو یو سوله ساتی او مخکښ قومي مشر ووژل شو.

ښاغلي بان د مسیریة په نوم عربي ملېشه د وژنې د دې پېښې مسؤوله بللې. یو ایتوپيايي سوله ساتی او د نګوک ډینکا قبیلې مخکښ مشر وروسته له هغه ووژل شول، چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو کاروان تر برید لاندې راغی.

سوډان، سویلي سوډان او یو شمېر قومونو ترمنځ د ابي د ملکیت پر سر شخړه روانه ده.