مالیزیا: اپوزېسیون مشر د خوځښت پیلولو اعلان کړی

مالیزیا کې د سیاسي اپوزېسیون مشر انور ابراهیم وايي، د ټاکنیزو درغلیو د پای ته رسولو لپاره به د یو سرسخته خوځښت مشري پر غاړه واخلي.

نوموړي ویلي، دی به خپل دا خوځښت د یکشنبې په ورځ د حاکم ایتلاف چې د هېواد د خپلواکۍ راهیسې په واک کې دی، د کار له پیل سره سم پیل کړي.

نوموړي ویلي د خپل هغه پلان عملي کول یې ځنډولي، چې ویلي و که مخالف ایتلاف بریالی نه شي نو دی به له سیاست څخه لاس واخلي.

سیاسي اپوزېسیون د عامو خلکو د ډېرو رایو په لرلو سره، سره ۸۹ څوکۍ او حاکم ایتلاف۱۳۰ څوکۍ تر لاسه کړې.

حکومت په ټاکنو کې د درغلیو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې سیاسي اپوزېسیون بې اساسه ادعاګانې کوي.