شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید ۳ کسان وژلي

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید په پایله کې درې تنه وژل شوي.

چارواکي وایې برید کوونکي د چاودیدونکو توکو ډک موټر په بنو کې د پولیسو یوه مرکز ته نژدې والوځاوه.

راپورونه وایې په وژل شویو کې دوې مېرمني وې او هم ډیری نورې ښځې او ماشومان او هم پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د برید مسؤولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

په دې وروستیو اونیو کې چې د پاکستان ټاکنې رانژدې کیږي، دغه هېواد د ځینو دا ډول تاوتریخوالو شاهد دی.

طالبانو ویلي هلته ځینې سیکولر ګوندونه د دوی د بریدونو هدف دي.