افغانستان کې ۲۰۸۳ امریکايي عسکر وژل شوي

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا تر اوسه په افغانستان کې د امریکايي وژل شویو سرتېرو شمېر ۲۰۸۳ ته رسېدلی دی.

له ۲۰۰۱ راهیسې تر اوسه امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې مشري کوي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، یوازې د افغانستان د ننه په وسله والو نښتو او جګړو کې ۷۲۵ امریکايي پوځيان وژل شوي.

د دغه راپور پربنسټ، په نښتو کې ۱۸ زره او ۴۶۲ نور امریکايي پوځيان ټپیان شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې نژدې ۶۶ زره امریکايي پوځيان مېشت دي، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه یې زیاتره برخه ووځي.

دغه امریکايي ځواکونه تر ډېره د افغانستان په ختيځ، سوېلي او سوېل لوېديځو ولایتونو کې مېشت دي.