اسراییل رام الله ته څېرمه ۳۰۰ کورونه جوړوي

د اسرايیل حکومت د اردن سیند د لویدیځې غاړې ښار رام الله ته څیرمه د نږدې درې سوه کورونو د جوړولو امر کړی.

په اسراييلو کې د سولې کمېټې د دغو کورونو پر جوړولو نیوکه کړې او د فلسطین لوړي پوړي چارواکي صایب عریقات ویلي دا یو قصدي عمل دی او اسراييل غواړي په دې کال سره د فلسطینیانو او اسرييلیانو ترمنځ د خبرو نوې هڅې شنډې کړي.

خو یوه اسراييلی ویاند ټویپي لیوني ویلي د نویو کورنو د اجازې ورکول باید د نمایش او یا غصې وسیله نه وي.

شاوخوا نیم ملیون یهودیان په هغو کورونو کې اوسیږي چې د اسراییلو له خوا نیول شوي او د نړیوال قانون له مخې غیر قانوني بلل کیږي.