په نایجریا کې ۲۳ تنه پولیس وژل شوي

رپوټونه وايي په مرکزي نایجریا کې د یوې بدنامې ډلې اړونده کسانو د یو کمین په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۳ پولیس وژل شوي او یو شمیر نور لادرکه دي.

دغه پولیس د اومبیټس ډلې د مشر د نیولو لپاره روان چې د نساوارا ایالت په الاکیو کلي کې پرې برید وشو.

پولیس وايي دغې ډلې مسلمانان او عیساویان مجبور کړي چې دې مذهبي ډلې ته وفادار اوسي.