د پاکستان ټاکنو وروستی حال

  • ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان ایالت چمن ښارګوټې کې د دوو سیاسي ډلو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شوی. ځايي خبریال بي بي سي ته وویل، چې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي.
  • جماعت اسلامي ګوند کراچۍ کې د ټاکنیز بهیر پر مهال د ټګیو برګیو تور پورې کړی او له ټاکنو یې د لاس په سر کېدو اعلان کړی.
  • د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د توندلارو له ګواښونونو سره سره ګهیځ وختي د رایې اچوونې مرکزونو کې د خلکو اوږده کتارونه ولیدل شول.
  • د بلوچستان په مچ سیمه کې درې راکټونه توغول شوي، د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
  • پېښور ښار ته څېرمه لړمه سیمه کې د هلکانو د یوه ښوونځي مخې ته، چې د رایې اچوونې مرکز په کې فعال شوی و، چاودنه شوې، درې کسان ژوبل شوي.
  • د بلوچستان ایالت په پسني او ګوادر سیمو کې د رایې اچوونې مرکزونه جوړ شوي، خو رایې اچوونکي په کې نه تر سترګو کېږي. د اعتصاب له کبله د ښار پر سړکونو ګاډي هم نه لیدل کېږي. د بلوڅانو د ملت پاله ګوندونو اییتلاف د ټاکنو پر ضد د اعتصاب اعلان کړی.
  • د وخت له تېرېدو سره د رایې اچوونکو شمېر هم په ډېرېدو دی. د پاکستان د ښاري سیمو ډېر اوسېدونکي ګهیځ ناوخته له کورونو بهر وځي. لاهور کې د رایې اچوونې مرکزونو کې د مېرمنو ډېر شمېر تر سترګو کېږي.