د حسني مبارک بيا ځلي محاکمه پيل شوه

د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک بيا ځلي محاکمه په پلازمېنه قاهره کې پيل شوې ده.

ښاغلی مبارک دوه کاله وړاندې د هغو سلګونه پاڅونيانو په وژلو تورن دی چې د ده د واکمنۍ پر ضد را پورته شوي وو.

دی تېر کال په عمري بند محکوم شوی دی.

۸۵ کلن مبارک هغه مهال چې په اربه يي بايسکل په محکمه کې د درېدو په ځای کې ناست وو ارام برېښېده.

ښاغلی مبارک، د ده د واکمنۍ د کورنيو چارو وزير او نور شپږ امنيتي رييسان محاکمه کېږي.