بلغاریا کې ټاکنې تر سره کېږي

څو ساعتونو کې به په بلغاریا کې ټاکنې پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ( مې ۱۱) سیمه ییزو امنیتي ځواکونو ویلي و، د رایې اچوونې ۳۵۰ زره جعلي پاڼې یې ترلاسه کړې دي. پلټونکې وايي، د رای اچوونې جعلي پاڼې یې له یوه چاپ ځای نه چې د ښي اړخه مرکزي ګوند یو غړی یې خاوند دی، ترلاسه کړې دي. دغه ګوند په تېرې فیبرورۍ کې د فساد او د ژوند د ټیټو معیارونو پر ضد د لاریونونو په پایله کې له واکه لرې کړل شو. هېڅ ګوند تمه نه لري چې د یکشنبې په ټاکنو کې دې اکثریت ترلاسه کړي. دغه ټاکنې به د امنیت او فساد لپاره د اروپايي ټولنې د بنسټ له خوا له نږدې څارل کېږي.