طالبانو د ګوزڼ ضد واکسین ملاتړ اعلان کړ

وسله والو طالبانو ویلي د هر هغه پروګرام ملاتړ او مرسته کوي، چې په وینا یې "زموږ د هېواد په اوسني جنګي حالت کې د دې پولیو (ګوزڼ) د کمپاین چلوونکو ادارو (ډبلیو ایچ او) او (یونیسف) له خوا پرمخ وړل کېږي.

طالبانو دغو ادارو ته یوه مشوره هم وړاندې کړې ده، چې وايي "د دې کار لپاره په سیمه کې بې غرضه سیمه ییز خلک استخدام کړي، بهرني کار کوونکي سیمې ته ولاړ نه شي او د هرې سیمې له شرایطو سره سم اسلامي اصولو او افغاني دود ته درناوی وکړي ".

طالبان وايي، کله چې د ګوزڼ واکسین کوونکي دغه شرطونه پر ځای کړي، طالبان به هېڅ ستونزه ورته جوړه نه کړي، بلکې په وینا یې لازمه مرسته به ورسره وکړي.