عراق کې وسله والو د شرابو دکانونو برید کې ۱۲ کسان وژلي

له عراق نه راپورونه وايي وسله والو په بغداد کې پر هغو دکانونو بريدونه کړي چې شراب خرڅوي او ۱۲ کسان يې وژلي دي.

روغتيايي او امنيتي چارواکي وايي وسله وال په څلورو ګاډيو کې وو، او د لوېديځې زايونا ناحيه کې يې د شرابو دکانونو کې د خلکو نښه کولو کې پټ غږې وسلې کارولې دي.

توندلارو اورپکيو په تېرو نژدې مياشتو کې پر امنيتي ځواکونو او شيعه ګانو بريدونو زيات کړي، چې ورسره دا وېرې هم راپورته شوې چې عراق کېدی شي بيا د زورياتي نارامۍ ته وروښويېږي.