د نيجريا ولسمشر د خپل هېواد دريو ايالتونو کې بيړنی حالت اعلان کړی

د نيجريا ولسمشر ګوډ لک جاناتن د توندلارې بوکو حرام ډلې بريدونو ته په ځواب کې د خپل هېواد دريو شمالي ايالتونو کې بيړنی حالت اعلان کړی دی.

پر ملي ټلوزيون وينا کې ولسمشر جاناتن وويل نيجېريا يو داسې بغاوت سره مخامخ ده چې د ملي يوالي پر وړاندې يې جدي خطر راپورته کړی دی.

ده وويل د نيجېريا پوځ به په بورنو، يوبې او اډاماوا ايالتونو کې امنيت پر غاړه اخلي، که څه هم د ايالتونو سياستوال به پر خپلو دندو وي.

ده وويل ترهګرو د ټولوژنې له تعصب ډکې اجنډا سره په نيجېريا کې د جګړې اعلان کړی، خو دولت به د دوی ځپلو او امنيت ټينګښت لپاره ټول اړين وسايل وکاروي.