اندونیزیا کې ۳۰ کان کنستونکي لاندې شوي

په اندونيزيا کې د يوه کان د تونل د کېناستو له امله له ۳۰ زيات کان کندونکي تر ځمکې لاندې ايسار پاتې دي.

د فري پورت کمپنۍ وايي څلور کسه يې تر اوسه له ځمکې ژوندي راوېستلي دي، خو وايي د ژغورنې عملياتو بشپړېدل به يو څه وخت ونيسي.

دغه کمپنۍ وايي دا ناشونې ده چې وويل شي چې څوک دې په دغه پېښه کې مړه وي، خو په تونل کې د ايسارو کسانو د وضعيت په اړه هم څه خبر نه شته .

د ګراسبرګ کان د اندونيزيا په ختيځ کې د پاپوا په ولايت کې دی او د نړۍ يو له هغه کانونو نه دی چې د سرو زور او مسو زېرمې لري.