ایران د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې دی

ايران به نن په دوو جلا غونډو کې د خپل اتومي پروګرام له امله د نړېوالې ټولنې تر نور فشار لاندې راشي.

په ويانا کې د اتومي انرژۍ اداره به هڅه وکړي د ايران د اتومي پروګرام هغو بټيو ته لاسرسی پيدا کړي چې تر اوسه يې په اړه ډېر معلومات نه لرل.

نن ناوخته به د اروپايي ټولنې لوړرتبه دپلوماته کارترين اشټون په استانبول کې د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو په استازيتوب د ايران د اتومي پروګرام له مشر مرکچي سره خبرې وکړي.

د خبرو اصلي موخه دا ده چې ايران به وهڅول شي د يورانيمو د غني کولو هڅې ودروي.