برما کې تر ۲۴ ډېر سیاسي زندانیان خوشي شوي

د برما ولسمشر تهان سین د امریکا متحده ایالاتو ته په رسمي سفر له روانېدو مخکې تر ۲۴ د ډېرو سیاسي زندانیانو سزا بښلې ده. د ولسمشر د دفتر رییس هغه تاثر رد کړ، چې ګواکې د بندیانو له خوشي کولو د سیاسي ګټې اخیستنې لپاره کار اخیستل شوی. د نوموړي په وینا له دې نه د ولسمشر د سیاسي جوړو جاړي پروسې پر مخ بیولو کلک هوډ څرګندیږي. ولسمشر تهان سین به د دوشنبې په ورځ د متحده ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره وویني. دا امریکا ته په تېرو ۵۰ کلونو کې د برما د یوه ولسمشر لومړنی سفر دی. د ولسمشر تهان سین له لوري د اصلاحاتو له پیل کولو وروسته امریکا د دغه هېواد خلاف بندیزونه لږ کړي دي.