د ازبکستان اوسېدونکی په ترهګرو کړنو تورن شوی

د متحده ایالاتو فدرالي پولیسو یو ازبک سړی دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره په تړلو کړنو تورن کړی دی. فضل الدین قربانوف د پنجشنبې په ورځ په ایداهو ایالت کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نوم له یوې بهرنۍ ډلې سره د مرستې په تور ونیول شو چې دوی یې ترهګره ډله بولي. پر ده تور دی چې د بم جوړونې توکي او هم په ګاونډي ایالت یوتا کې د بم جوړولې ویډیویې فلمونه ورسره دي. د متحده ایالاتو یوه څارنوال اعلان کړی چې قربانوف یوازنی مشکوک کس دی چې وایې خلک له ګواښ سره نه مخامخوي.