چین کې توپان او بارانونو ۵۵ کسان وژلي

د چین رسمي خبري اژانس شینهوا وايي د دغه هېواد په جنوب کې د پرله پسې توپانونو او بارانونو له امله ۵۵ کسان وژل شوي دي. د ۱۴ نورو کسانو د بې درکه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

توپان په ګواندونګ ولایت کې ډېر سخت و او سلګونه زره کسان یې اغېزمن کړي دي.

شینهوا وايي ډېرو ځپلو سیمو ته د بړستنو او څښاک اوبو په ګډون مرستندویه توکي رسول کېږي.