ایران کې دوه کسان د جاسوسۍ په تور اعدام شول

ایران د جاسوسۍ په تور دوه محکوم شوي کسان اعدام کړل. په تهران کې د څارنوال دفتر ویلي له دغو کسانو یو محمد حیدري و چې د اسراييلو استخباراتي ادارې موساد په ګټه یې کار کولو او بل تن چې د کوروش احمدي په نوم یاد شوی د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې لپاره کار کاوه. د تهران د څارنوال د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې په دې اړه نور څه نه دي ویل شوي. ایران پر اسراييل او امریکا تور لګوي چې غواړي ددې هېواد اتومي پروګرام سبوتاژ کړي.