نایجریا کې لسګونه کسان نیول شوي دي

د نایجریا پوځ وايي د هېواد په شمال ختیځ کې یې۶۵ نوتد لاري اسلام پال وسلوال نیولي دي.

د نایجریا دفاع وزارت ویلي دغو کسانو د دوی پر کمپونو له برید وروسته تښتیدلي او هڅه کوي د مایدوګوري ښار ته نفوذ وکړي.

د نایجریا دفاع وزارت دغه څرګندونې خپلواکه سرچینو نه دي تایید کړي. بل لور ته د مایدوګوري په ځینو سیمو کې پر تګ راتګ بندیز لګیدلی دی.

د نایجریا پوځ د دغه هېواد په شمال ختیځ درې ایالتونو کې د بوکو حرام په نوم وسلوالو سره په جګړه بوخت دی.

راپورونو وايي خلک د جګړې له سیمو د تښتې په حال کې دي.