اوکراین کې د لاریون کونکو تر منځ شخړه شوې

د اوکراین په پلازمېنه کېیف کې وروسته له هغه نښته رامنځ ته شوه چې د ولسمشر ویکتور یانوکوویچ پلویانو او مخالفینو په لاریون لاس پورې کړ.

په تلویزیون تصویرونو کې د ښاغلي یانو کوویچ ځوان پلویان ښودل کېږي چې پر مقابل لوري د تیږو او پلاستیکي بوتلونو ګوزارونه کوي.

مخالفان د پخواني لومړي وزیر یولیا تیمو شنکو د خوشې کولو غوښتنه کوي.

تیمو شنکو په ۲۰۱۱ کال کې له واک څخه په ناوړه ګټه اخستنې په اوه کاله بند محکومه شوه.

پولیس وايي د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي چې په پایله کې یې څو تنه ټپیان شوي دي.