ولسمشر اوباما سپينه ماڼۍ کې د برما له مشر سره کتلي

د امريکا ولسمشر باراک اوباما سپينه ماڼۍ کې د تاريخي خبرو پر مهال د برما ولسمشر تېن سېن د مشرتابه ستاينه کړې ده.

ښاغلي اوباما د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ميانمار وباله، هغه نوم چې پوځي واکمنو يې په ۱۹۸۹ کال کې د خپل هېواد لپاره غوره کړی دی.

ده د هغو سياسي او اقتصادي اصلاحاتو ستاينه وکړه، چې تېن سېن پيل کړي دي.

دی د برما د دولت لومړی مشر دی چې په نژدې ۵۰ کلونو کې امريکا ته سفر کوي.

ښاغلي اوباما وويل تېن سېن د داسې پلانونو په اړه خبرې کړې چې له مخې به يې لا نور سياسي بنديانو خوشي کوي، خو خپل مېلمه يې پر دې وهڅاوه چې د مسلمانانو پر وړاندې تاوتريخوالی ودروي.

د بشری حقونو ډلو پر ولسمشر اوباما له برما سره چې له پوځي واکمنۍ راوتونکې ده، د اړيکو په پرانيستا کې د زياتې بيړې تور لګولی دی.