جان کېري منځني ختيځ ته خپل سفر له عمانه پيلوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري منځني ختیځ ته خپل سفر پیلوي.

هغه به په دې سفر کې هڅه وکړي چې د سوریې د حکومت د مخالفې ډلې او د بشار الاسد د حکومت ترمنځ د سولې خبرو اترو سره مرسته وکړي.

ښاغلي اسد لا دمخه د شنبې په ورځ یوې ارجنټاینۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د سولې خبرې اترې رد کړي دي.

د جان کیري لومړۍ لیدنه به له عمان نه پيل شي، هغه عربي هیواد چې د سوریې اصلي متحد ایران سره ټینګې اړیکې لري.

د هغه د سفر پر مهال، عمان تمه لري چې د دوو میلیارده ډالرو په ارزښت د هوايي دفاعي سیستم د اخیستو یو تړون ورسره لاسلیک کړي.