شمالي کوريا د چين کب نيوونکې بېړۍ خوشې کړې

شمالي کوریا د چین هغه کب نیوونکې کښتۍ خوشې کړې چې څه د پاسه دوه اوونۍ وړاندې یې نیولې وه.

د چین دولتي رسنیو ویلي، په کښتۍ کې سپاره ۱۶ تنه ښه روغتیايي حالت لري او د خپل هیواد پر لور روان دي.

شمالي کوریا د کښتۍ د خوشې کولو په بدل کې د یو لک ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د کښتۍ خاوند رویټر خبري اژانس ته ویلي چې د کښتۍ د خوشې کولو په بدل کې یې پیسې نه دي ورکړي.

د شمالي کوریا او د هغه هیواد د اصلي نړیوال متحد ترمنځ کړکیچ په دې وروستیو کې د شمالي کوریا د اټومي وسلو د پروګرام او د توغندیو د ازموینې له امله ډیر شوی دی.