د اسراييلو پوځي ګاډی له سوريې په ډزو لګېدلی

د جولان په لوړو کې یو اسراییلي پوځي ګاډی له سوریې نه په ډزو کې ویشتل شوی دی.

اسراییل وايي، ګاډی زیانمن شوی خو هیڅ سرتیري ته یې زیان نه دی رسیدلی او سرتیرو یې بیرته ځوابي ډزې کړي دي.

خو د سوریې پوځ بیا د پیښې په اړه بل ډول څرګندونې کوي او وايي ځواکونو یې یو اسراییلي پوځي ګاډی ویجاړ کړی.

د پوځ په وینا، ګاډی د جولان په لوړو کې د اوربند له کرښې تیر شوی و.

په وروستیو اوونیو کې د سوریې او اسراییلو ترمنځ کړکیچ وروسته له هغه ډیر شو چې اسراییلو دمشق ته نږدې په څو موخو هوايي بریدونه وکړل.