د بريتانيا امنيتي سرچيني وايي د لندن دوه قاتلان پخوا هم پلټل شوي

د بريتانيا امنيتی سرچينې وايي هغه دوه کسان چې د چارشنبې پر ورځ يې د خلکو ګڼې ګوڼې پر مهال د لندن پر يو سړک يو سرتېری وواژه، په تېر کې هم د ترهګرو شکونو پر سر تر پلټونو لاندې وو، خو نور تر څار لاندې نه وو.

يو يې د مايکل اډېبالاجو په نامه پېژندل شوی، چې په نجيجېريايی بريتانوی دی، او ۱۲ کاله مخکې مسلمان شوی و.

ترهګرۍ ضد پوليسو د پنجشنبې ورځې اوږدو کې د لندن جنوب کې يو شمېر چاپې وهلې او يو شمېر نور شکمن کسان يې نيولي دي.