فرانسه: حزب الله دې ترهګره ډله وپېژندل شي

فرانسې د اروپايي ټولنې پر نورو هېوادونو ټینګار کړی چې د حزب الله ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه وپېژني.

د حزب الله شیعه ډله په لبنان کې مېشته ده او د سوریې په کورنۍ جګړې کې د ولسمشر بشارالاسد ترڅنګ ولاړ دي.

پر دغې ډلې تور دی چې په بلغاریا کې یې پر اسراییلي سیلانیانو برید کړی دی.

د فرانسې د بهرنیو چار وزیر لوران فابیوس وايي حکومت یې د سوریې د ملکي وګړو په چارو کې د حزب الله د لاس وهنې له امله دا ګام پورته کوي