د پي ای اې ځينې سپرلۍ ويلي نيول شوي د پيلوټ کوټې ته ورننوتل

له لندن سره څېرمه سټنسټېد هوايي ډګر پوليس د سپرلۍ يوې پاکستانۍ الوتکې ته ورختلي او دوه تنه يې په دې شک نيولي چې الوتکې ته يې خطر پېښ کړی و.

د پاکستان نړيوال هوايي شرکت (پي ای اې) دغه الوتنه چې لاهوره مانچسټر ته تله، د جنګي الوتکو په ملتيا ښکته شوه.

د ځينو سپرلۍ په وينا دغو دوو کسانو د الوتنې پر مهال غوښتل د پيلوټ خونې ته دننه شي.

د دغې الوتکې تګلوری چې نژدې ۳۰۰ تنه سپرلۍ يې لېږدوله له خپل وروستي اصلي تمځای مانچستر نه له رسېدا ۱۰ دقيقې وړاندې وګرځول شو. له الوتکې ټوله سپرلۍ ښکته شوې ده.