کوټه کې د سي ډي ګانو پر هټۍ بمي برید شوی

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې نا معلومو کسانو یوه دکان ته لاسي بم غورځولی، چې د چاودنې له کبله یې دکاندار وژل شوی دی. ځايي چارواکي وايي پېښه سریاب روډ سیمه کې وشوه، چې نامعلومو کسانو د سي ډي پلورنې دکان ته لاسي بم وغورځاوه او پایله کې د دکان څښتن عبدالسلام ټپي شو. ټپي دکاندار روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته ساه ورکړه. برید ګر له پېښې وروسته په تېښته بریالي شول.