ترکیې کې د شرابو په پلور او اعلان بندیز ولګید

ترکیې کې د دغه هېواد پارلمان د شرابو د پلور او اعلان اړوند ناندیز قانون تصویب کړ. اې کي پي سیاسي ګوند مسوولینو ویلي، د دې قانون له مخې به له شرابو نه د ترکیې د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو په ژغورنه کې مرسته تر لاسه شي. بل لور ته د ترکیې د حکومت ناقدین وايي چې په زوره د ترکیې پر خلکو د اسلامي اجنډا تپلو هڅې کېږي. د نوي قانون له مخې به د شپې له ۱۰ بجو د سهار تر ۶ بجو د شرایو پلورل ممنوع شي. دغه راز به شراب تولیدونکې کمپنۍ نه شي کولای هر ډول محفلونو سره مالي مرسته وکړي.