د ای او ایم مشر: "نه پوهېږم ولې طالبانو برید وکړ"

د نړیوالې کډوالې ادارې آی او ایم مشر وايي نه پوهېږي چې ولې یې پر ادارې د طالبانو له خوا برید وشو.

د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د ځانمرګو بریدونو او وسله والې نښتې په پایله کې یو افغان پولیس او یو هم د نوموړي دفتر بهرنی ساتونکی ووژل شول.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي و چې دوی پر هغې ودانې برید کړی چې د امریکا د استخباراتو سي ای اې له خوا روزل شوي ساتونکې په کې دیره دي. خو د نړیوالې کډوالې دفتر له هغې ودانې لرې پر یو بل سړک دی.