بریتانوي پولیسو د قتل په تړاو نیول شوي درې کسان په ضمانت خوشي کړل

درې تنه چې د برتانوي پولیسو تېره اوونۍ د یوه سرتېري د وژنې په تړاو نیول شوي وو په ضمانت خوشې شول.

څلورم تن چې د تېرې یکشنبې په ورځ نیول شوی و لا هم بندي دی.

دا ټول کسان د وژنې د دسیسې جوړولو په تور نیول شوي وو. هغه دوه تنه چې له وژنې سمدستي وروسته ونیول شول لا هم د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې په روغتون کې دي.

د یکشنبې په ورځ دا جوته شوه چې په دوی کې یو تن مایکل ادېبولاجو کابو دوه کاله وړاندې سومالیا ته د یوې وسله والې ډلې په ملاتړ د جګړې لپاره د وراوښتو پر مهال نیول شوی و.