کراچۍ کې یو حقوقپوه په ډزو وژل شوی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیس وايي، یو شیعه مسلمان حقوقپوه او دهغه دوه زامن د وسله والو لخوا وژل شوي، چې یو فرقه یي برید ښکاري.

د ایالتي محکمې وکیل کوثر سقلین خپل دوه زامن چې دولس او پنځلس کاله عمرونه یې لرل، په موټر کې ښوونځي ته روان کړي وو، چې موټر سایکل سپرو وسله والو پرې ډزې وکړې.

دغه وژنې په کراچۍ کې د وکیلانو لخوا په سخت ډول غندل شوې او د احتجاج په توګه یې د محکمې کارونه بند کړي دي.

د لشکر جنګوي په نامه یوې سني سخت دریځې ډلې د دغه برید مسولیت پر غاړه اخېستی دی.