م. م د وژونکو روبوټانو رپوټ اوري

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به نن د هغو نویو وسلو په اړه رپوټ واوري چې دا په کې خپلواکه وژونکي روبوټان بلل شوي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وايي په دې برخه کې باید بیړه ونه شي.

دې وسلو ته له مخکې نه پروګرام او هداف ورکول کېږي چې یا خلک ووژني او یا هم اهداف ویجاړ کړي.

خو ډرون بي پیلوټه الوتکو په څیر دا د انسانانو له خوا نه کنترولېږي.

د وسلې پلویان وايي دا ماشینونه یا ریباټان به په کړکیچونو کې د پوځیان ژوند وژغوري، ډېر پوځیان به نه وژل کېږي خو د بشري حقونو ډلې بیا د دې وسلو په اړه ډېر پوښتنې راپورته کړې دي.

د بیلګې په توګه دوی وايي که دا ریباټان ملکي خلک ووژني نو بیا به یې مسوولیت څوک اخلي.